علم التجوید په پښتو ژبه کاریال ستاسو سره د قرآن کریم په زده کړه کي مرسته کوي.
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف الخلق أجمعين وخاتم الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد و على آله
وأصحابه والتابعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.
وبعد: د هر څه مخکي تاسو ټولو حاضرینو ته د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم نبوي تحفه وړاندي کوم چي هى
عبارت د السلام عليكم ورحمة الله وبركاته څخه ده, محترمو مسلمانانو وروڼو ډېر د خوشحالۍ ځای دی چي الله عزوجل
ماته دومره توان اوطاقت راکړئ, چي په خپل لږ علم د تجوید په بخش کي یو کتاب د خپلو مسلمانانو وروڼو خوصوصا
د خپلو شاګردانو د صحیح زده کړي لپاره ولیکم او ټولني ته یې وړاندي کړم.
په نوموړي کتاب کی د نورو کتابو څخه لکه, جمال القرآن, فوائدمکیه, القول السدید, المقدمة الجزریة, انعام التجوید,
جمال القران ((کامل)), د تلاوت لارښود, او داسي نورو ... څخه استفاده سوې ده.
محترمو مسلمانانو وروڼو که چيري په نوموړي کتاب کي مو کومه غلطي درک کړه له مهربانۍ له مخي یې د لاندي ادرسو په
واسطه راسره شریکه کړئ تر څو په بل وار چاپ کي یې اصلاح وسي, د کتاب د چاپ حقوق د خپرندوی سره خوندي دي.
په آخر کي الله عزوجل دي دا کتاب د خپل رضاء لپاره و ګرځوي ځکه چي هغه الله کریم او مهربانه ذات دئ, او الله
عزوجل دي زما د غه کوچنی خدمت په خپل دربار کی قبول او مقبول و ګرځوي.
او الله عزوجل دي اول ماته بیا ټول امت مسلمة ته بخښه وکړي.
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد واله و اصحابه اجمعین